صفحه اصلی » غزني: طالبانو د جاغوريو دوه وګړي له تښتولو وروسته خوشې كړل
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

امنیتي چارواکي وایې وسله والو مخالفینو د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ هغه دوه تنه اوسیدونکي، چي څو ورځي مخکې یې د غزني ـ جاغوري د لارې په اوږدو کې د قره باغ ولسوالۍ له اړوندو څخه تښتولي وو، د قومي مخورو په منځګړیتوب بېرته خوشې کړي دي.

 د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند فهیم امیري رسنیوته وویل، چ وسله والومخالفینو د جاغوري ولسوالۍ دغه دوه تنه ملكي وګړي څو ورځې مخکې له یادي ولسوالۍ څخه د غزني مرکز ته پر لار، د قره باغ ولسوالۍ له اړوندو څخه له موټرو ښکته کړي او تښتولي وو.

نوموړي که څه هم د دغې تښتونې کره نیټه په ډاګه نه کړه، خو زیاته یې کړه، دواړه تښتول شوي كسان تېره ورځ د قومي مخورو په منځګړیتوب د وسله والو له منګولو خوشې او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د اميري په وینا دواړو تښتول شويو كسانو له دولت سره هېڅ راز اړيكه نه درلوده او د خوشې کولو په بدل کې يې هم هیڅ راز معامله نه ده شوې.

Subscribe to comments feed نظرات (0 نوشته شد):

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید comment

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

امکانات
  • email ارسال به دوستان
  • print نسخه چاپی
  • Plain text نسخه ساده
برچسب ها:
برچسبی برای این خبر وجود ندارد
امتیاز دهید
0

Newsletter

Poll: نظرسنجی

به نظر شما طراحی این سایت چگونه است